درسفر که حامد کرزی به ولایت کندهار داشت ،حمله را تقبیح کرد ووضع امنیتی را قابل قوبول دانست ،آقای کرزی درباره این حمله گفت که ما درهر زمان شکار دشمنان خود ودین خود شده ایم ،وی این کار را هم طراحی شده از سوی دشمنان بشریت دانست.

پس از ساعاتی ازسوی دفتر مطبوعاتی ریاست دولت اعلامیه مطبوعاتی به زبان پشتو به نشر رسید که خلاصه سفر رئیس جمهور کرزی را با هئیت همراهش خبر داده است .د افغانستان داسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د یکشنبې په ورځ دکندهار ولایت د امنیتي حالت د څېړلو او د ارغنداب په ولسوالۍ کې د وروستي تروریستي ځانمرګي برید د شهیدانو د کورنیو سره د خواخوږۍ او ډاډګیرنې د څرګندولو لپاره دغه ولایت ته سفر وکړ.

 

حامد کرزي دغه ولایت ته له رسېدو سره سم د یوې امنیتي غونډې په ترڅ کې چې په هغه کې د ملي دفاع وزیر سترجنرال عبدالرحیم وردګ، دکورنیو چارو سرپرست وزیر ستر پاسوال محمدمنیر منګل، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا، دکندهار والي توریالی ویسا، د نړیوالو ځواکونو قوماندان جنرال ستانلی مک کرستال او دکندهار ولایت امنیتي چارواکو ګډون کړی ؤ.

 

 د کندهار ولایت د امنیتي حالت د څرنګوالي په اړه د هېواد امنیتي چارواکو جمهور رئیس ته خپل ریپوټونه وړاندې کړل.

 

حامد کرزي د امنیتي چارواکو د ریپوټونو له اورېدو او څېړلو وروسته په دغه ولایت کې د امنیت د ښه والي لپاره لارښوونه وکړه چې دسیمه اییزو ادارو د اصلاح په شمول دې داسې اقدامات ترلاس لاندې ونیول شي چې د امنیت په راوستلو کې ګټور تمام شي.

 

وروسته د هېواد جمهور رئیس د کندهار ولایت د بېلابېلو ولسوالیو د مشرانو، مخورو، دیني عالمانو، ځوانانو او سپین ږیرو په هغه پراخه غونډه کې ګډون وکړ چې د منډیګک په ماڼۍ کې جوړه شوې وه.

 

په دغه غونډه کې حامد کرزي لومړی د کندهار ولایت د ارغنداب په ولسوالۍ کې د یوه تروریستي ځانمرګي برید له امله د ګڼ شمېر او دې ته ورته پېښو د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړل او په کندهار کې یې د داډول پېښو په مخنیوي ټینګار وکړ.

 

جمهور رئیس په کندهار کې د ناامنیو د له منځه وړلو او د امن د ټینګښت لپاره د نړیوالو ځواکونو په همکارۍ د افغان ځواکونو له خوا د تصفیوي عملیاتو خبر ورکړ، وې ویل چې دا عملیات به د افغاني ځواکونو پواسطه او د نړیوالو ځواکونو په مرسته له ټانګ او طیارې پرته د کندهار له ښار څخه پیل او بیا به ولسوالیو ته وغځیږي.

 

حامد کرزي بیا بیا ټینګار وکړ چې په کندهار کې د امنیت ټنګښت د امنیتي ځواکونو سره له مرستې او په دې لاره کې له قربانۍ پرته ممکن نه دي.

د هېواد جمهور رئیس د ناامنیو یو دلیل هم د ناقانونه قراردادونو او امنیتي کمپنیو جوړېدل وبلل او ټینګار یې وکړ چې ددا ډول کړنو چې د ناامنیو لامل ګرځي، مخه باید ونیول شي.

 

حامد کرزي زیاته کړه چې هغه پولیس او یا دولتي چارواکي چې له خپلې دندې ناوړه استفاده کوي، خلک ځوروي او بډې اخلي، ډېر ژر له دندې لېرې او ترپوښتنې لاندې به ونیول شي.

 

حامد کرزي ټنیګار وکړ چې د اداري فساد پرخلاف مبارزه یې پیاوړې کړېده او دکندهار چارواکو ته یې په ټینګار سره لارښوونه کړېده چې خپله اداره اصلاح او نامطلوب کسان دې له دندې لېرې کړي.

 

په دغه غونډه کې حامد کرزي له بهرنیا هم وغوښتل چې دافغانستان دحکومت ترڅنګ دې د موازي حکومت له جوړولو لاس واخلي ځکه چې دا کار د ناامنۍ سبب کیږي.

 

ده همداراز د کندهار په  خلکو غږ وکړ چې خپل زامن دې د ملي اردو او پولیسو په لیکو کې شامل کړي تر څو وکولای شي د هېواد په امنیت کې د خدمت جوګه شي.

 

په دغه غونډه کې حامد کرزي د سولې د ملي مشورتي جرګې پرېکړي مهمې وبللې او دغه جرګه یې د افغانستان د خلکو د ملي یووالي  ښکارندوی وبلله، ده یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې له القاعدې او تروریستي شبکو څخه دې خپله لاره جلا او د سولې له بهیر سره دې یو ځای شي.

 

د هېواد جمهور رئیس ټینګار وکړ چې هره ورځ جرګه نشي جوړېدلای او د طالبانو لپاره یو فرصت دی چې د افغانستان د ولس غږ واوري او دجرګې پرېکړو ته غاړه کېږدي.

 

حامد کرزي همدا راز د مخالفینو د جذب په اړه وویل چې په ولایتونو کې د والیانو په مشرۍ او د خیر غوښتونکو کسانو په ګډون به کمیسیونونه جوړ شي چې د مخالفینو د جذب بهیر پیل کړي.

 

جمهور رئیس  ټینګار وکړ چې نور د کندهار د میندو، خویندو او مشرانو ځورول او خواشیني کول په هېڅ ډول د زغملو وړ نه دي، ده د کندهار له خلکو بیا بیا وغوښتل چې په کندهار کې دې د امن د راوستو پر موخه دې د پیل کېدونکو چاڼیزو عملیاتو کلک ملاتړ وکړي او د کندهار اداري چارواکو ته یې اخطار ورکړ چې دوی دې خلکو ته د ښه خدمت جوګه شي که نه له جدي چلند سره به مخ شي.

 

حامد کرزي د کورنیو چارو د وزارت سرپرست ته لارښوونه وکړه چې ددغه وزارت په وړاندې درول شوي سمنټي دېوالونه دې ژر تر ژره لېرې کړي، ده همدا راز دولتي چارواکو ته لارښوونه وکړه چې د ګڼ شمېر ساتونکو او موټرو له ګرځولو څخه دې ډډه وکړي.

 

د هېواد جمهور رئیس د کندهار خلکو ته وویل چې په دغه ولایت کې د بیارغونې چارې ګړندۍ شي او ددغه ولایت د حلقوي سړک د جوړېدو او د برېښنا د بهیر د تامین لپاره  د امریکا حکومت ورسره ژمنه کړېده.

 

حامد کرزي وویل چې ددریو کلونو په ترڅ کې به د کجکي او ډالې د برېښنا بندونه جوړ شي.

 

 په پای کې د افغانستان داسلامي جمهوریت جمهور رئیس د کندهار خلک مخاطب کړل وې ویل: د دوو ورځو شخصي ګټو پرځای په قوم کې بې اتفاقي مه راولﺉ ، په یووالي او یو موټي توب سره  په خپل ولایت کې د امن لمن پراخه کړﺉ.

 

حامد کرزي وویل چې دلته په کندهار کې د میرویس نیکه، احمدشاه بابا آرام ځایونه او د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) مبارکه خرقه موجوده ده ، دلته د سیمې ستر تاریخ پروت دی، دغو ټولو ارزښتونو ته په پاملرنې سره هڅه وکړﺉ چې په ټول قوت سره دلته تل پاتې امن او سوله راولﺉ