مطبوعاتي اعلامیه

د۱۳۸۹ لمریز کال دغبرګولي ۱۶مه

 

حامدکرزي دکورنیو چارو دوزیر او دملي امنیت دلوی ریس استعفی ومنله

 

دافغانستان داسلامي جمهوریت جمهورریس حامد کرزي دکورنیو چارو دوزیر محمد حنیف اتمر او دملي امنیت دلوی ریس امرالله صالح استعفی ومنله.

 

دافغانستان داسلامي جمهوریت جمهورریس دکورنیو چارو وزیر او دملي امنیت لوی ریس دجوزا په ۱۲ دسولې دملي مشورتي جرګې په غونډه باندې دبرید دڅرنګوالي په اړه دپوښتنې په خاطر خپل حضورته ومنل. له هغه ځایه چې دکورنیو چارو دوزیر او دملي امنیت دلوی ریس توضیحات اوڅرګندونې دقناعت وړ نه وې. دافغانستان داسلامي جمهوریت جمهورریس حامدکرزي سر له نن دجوزا له ۱۶مې نیټې څخه ددغو دواړو امنیتي چارواکو استعفی ومنله.

 

دهېواد دجمهورریس له لارښوونې سره سم دکورنیو چارو دنوي وزیر او دملي امنیت دلوی ریس تر ټاکل کیدو پورې به ستر پاسوال محمد منیر منګل دکورنیو چارو وزارت له چارو او انجنیر ابراهیم سپین زاده دملي امنیت دلوی ریاست له چارو سرپرستي وکړي.

 

دجمهورریس دویاند له دفتر څخه